د کانونو او پټرولیم وزارت کې د پورونو د کمېټې غونډې تر سره کول

د پورونو د کمېټې غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د حقوقي عمومي رئیس او د عوایدو، تخنیکني تفتیش او د ولایتونو د همغږي رئیسانو او د قراردادي شرکتونو د مسؤولینو په شتون کې د 25/11/1401 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د مرمر، کرومایټ، مالګې او د ډبرو سکرو کانونو استخراج قراردادي شرکتونو چې درې کاله واړندې له یاد وزارت څخه قرارداد تر لاسه کړی وه او خپلې رویالیټي یې نه وې ورکړې خبرې اترې وکړې.
په پای کې یادې کمېټې پرېکړه وکړه چې هغه 12 شرکتونه چې (3443966) امریکايي ډالر او (468128710) افغانۍ د کانونو او پټرولیم وزارت پوروړي دي باید خپل پورونه ادا کړي. او همدارنګه پوروړو شرکتونو هم ژمنه وکړه چې خپل پورونه به ادا کوو.