د کانونو د ولایتي رئیسانو لپاره د روزنیز پروګرام پرانیسته

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۴:۱۸
22

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 23/2/1402 نېټې د تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي او د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په شتون کې د جیولوجي سروې موزیم په تالار کې د کانونو ولایتي رئیسانو لپاره شپږ ورځینی روزنیز پروګرام پرانیست. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر کال د دندو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په ترڅ کې وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت ټول رئیسانو او مسؤولینو هغه که د مرکز وي یا د ولایتونو مسؤولیت لري چې خپلې چارې او فعالیتونه په سمه او ایماندارۍ سره تر سره کړي او د خپلو خلکو او هیواد د خدمت سرچینه شي. 
د يادونې وړ ده چې دغه پروګرام به  د شپږ ورځو لپاره د کانونو د نويو ساحو د سروې، د قراردادونو د تر سره کولو، د کانونو د قراردادونو د پروسې د څارنې او ارزونې او د کانونو د ولايتونو  رئیسانو لپاره د عوايدو راټولولو په برخه کې د ظرفيت  لوړولو په موخه دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته