د کب نهمه، د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځ دې، نېکمرغه وي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۰:۲۸
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه، د وطن ټولو رېښتینو سرتېرو او ساتونکو  ته د کب ۹، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د ورځې مبارکي وایي او دوی ته د لوی خدای ج په دربار کې، د سولې، ثبات او دایمي امنیت او له ملي ارزښتونو څخه د ساتنې په برخه کې د ډېرو لاسته راوړنو دعا کوي.

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ترورېستانو او د افغانستان د خلکو او د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې خپلې سینې سپر ګرځولي او دښمن ته اجازه نه ورکوي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د خلکو د ساتونکو او د هېواد د اصیلو بچیانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د دغو ځواکونو د اتلولۍ او سرښندنو قدرداني کوي او ددې خاورې د ریښتینو بچیانو د شهیدانو روح ته د فردوس جنت دعا کوي.

د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځ دې نېکمرغه وي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته