له حضرت نجیب الله مجددي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۲۵
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه د  ۲۱/۳/۱۴۰۲ نېټې له حضرت نجیب الله مجددي او ملګرو سره یې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي مجددي د اسلامي امارت د تېرو دوو کلونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو لکه د تېر حکومت د سیاسینو راستنېدل، د اداري فساد له منځه وړل، سرتاسري امنیت، او د پانګونې پر فرصتونو باندې خوښي وښودله. او له اسلامي امارت سره یې د هیواد د پرمختګ لپاره خپل ملاتړ او همکاري اعلان او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې. 
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له الله تعالی څخه ټولو افغانانو ته د اتحاد او یووالي غوښتنه وکړه او د دوی د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته