هرات والي د کانونواو پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان سره لیدنه کې

Feroz_momp
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۳:۱۹
هرات

هرات والي د کانونواو پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان سره لیدنه کې د مرمر ډبرو اسانه لیږد لپاره د هرات چشت شریف ترمنځ د اوسپنې ریل پټلۍ د جوړیدو غوښتنه وکړه .
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د شنبې په ورځ ماسپښین د کانونو وزارت سرپرستې نرګس نهان سره لیدنه کې د هرات چشت ترمنځ د اوسپنې ریل پټلۍ جوړیده د بارونود ژر انتقال او لويې لارې د ویجاړیدو مخنیوي په برخه کې مهم وباله .
د کانونو وزارت سرپرستې مرکز کې د یادې پروژې د تعقیب په برخه کې د جدي همکاری ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د هیواد د مرمر ډبرو ترټولو ستر کان چشت شریف ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د هرات چشت شریف ترمنځ د ریل پټلۍ جوړیده کولای شي د یادي ولسوالۍ څخه د ډبرو د انتقال بهیر چټک او د لویې لارې د ویجاړیدو مخه ونیسي .
# د هرات ولایت مقام
# د سیمه يېزو ارګانونو خپلواکه اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته