هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سفر

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۹:۱۲
cc

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي په یو رسمي سفر هرات ولایت ته ولاړل.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، د کانونو او پټرولیم رئیس او د یاد ولایت امارتي ادارو رئیس صاحبانو او ملي سوداګرو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړه. او د هغه سفر یې د هرات لپاره ګټور وبللو.
د ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د هرات زلزله ځپلو په پار غم شریکي وکړه. او د یاد ولایت  کاني زېرمو او د پروسس کارخونو په اړه  یې هر اړخیزې خبرې وکړې. او همداراز یې د کانونو وضعیت ته رسیدګۍ او د راسپړلو کیفیت څرنګوالي څېړلو لپاره د کانونو او پټرولیم ریاست په مشرۍ د اوو نورو ریاستونو په ګډون چې پکې (د امنیه قومنداني، استخبارت، اقتصاد، کرنه او مالداري، چاپیریال ساتنې، اوبو او انرژۍ او مستوفیت) یوه کمېټه جوړه او د مجلس ګډونوالو ته معرفي کړه. چې یاده کمېټه به په دوو اونیو کې یو ځل خپله ناسته تر سره کوي او خپلي ستونزې او نظرونه سره شریکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته