په ننګرهار ولایت کې د 1000 ټنو په شاوخوا کې د لیتیم ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۴:۵۴
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت د استخباراتو د ریاست په همغږي او همکارۍ د شنبې په ورځ 1/11/1401  نیټې د 1000 ټنو په شاوخوا کې د تخته پټ لیتیم د قاچاق مخه ونیوله چې په تدریجي ډول له نورستان او کنړ ولایتونو څخه ننګرهار ته قاچاق اوله هغه ځایه بهر ته د انتقال مخه ونیول شوه. 
د یادونې وړه ده چې یادې ډبرې 300 ټنه له قاچاقبرانو څخه تر لاسه او د کانونو او پټروليم وزارت  پلاوي مولوي محمد رسول عقاب، مفتي عبدالحميد اخندزاده او مولوي سميع الله ته د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست د کار کوونکو په شتون کې رسماً وسپارل شوې او د 700 ټنو په شاوخوا کې د کونړ په ولایت کې مهر و لاک شوې.
دغه راز د يادې شوې قضيې په تړاو يو شمېر کورني او بهرني قاچاق وړونکي هم د کشفي او امنيتي ارګانونو له خوا نيول شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته