په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۵
tender

په پنجشېر ولایت کې د ۴۷۱۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۸۵۹۳ قیراطه زمردو داوطلبي د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د یاد ولایت د مقام د استازي، د کانونو رئیس، سیمه یزو مسوولینو، کان کیندونکو، رسنیو او له ۱۵۰ څخه زیاتو سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دغه داوطلبۍ کې یو روسي پانګوال هم ګډون درلود، چې د ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳۱۸ قیراطه زمردو ګټوونکی شو.
د یادونې وړ ده چې په یادو زمردو کې د اسلامي امارت ونډه یواځې ۱۰ سلنه ده او پاتې ۹۰ سلنه وڼده د کان کیندونکو ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته