په چین هېواد کې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې فرصتونو په اړه پرزنټېشن وړاندې شو

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۱
س

د کانونو او پټرولیم وزارت هیئت چین ته د خپل سفر په ترڅ کې  دیاد هېواد د کاني زېرمو د استخراج په کنفرانس کې له ګډون وروسته په دویمه ورځ  د افغانستان په کانونو کې د پانګونې فرصتونو ترعنوان لاندې پرزنټېشن د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او د مقام د دفتر عمومي رئيس الحاج معراج محمد معراج،  د وزیر صاحب سلاکار خلیل الله صالح زاده له لوري د چین او نورو بېلا بېلو هېوادونو وزیرانو په شتون کې وړاندې شو.

 په دغه پرزنټېشن کې د افغانستان د کاني زېرمو د ارزښت، نفت او ګازو، د پانګونې فرصتونو، بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ته د پانګونې مناسب چاپیریال برابرولو او نورو بېلابېلو برخو باندې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د 70 هېوادونو استازو ګډون کړی و او د کانونو په بېلابېلو برخو باندې بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته