کانونو او پټرولیم وزارت د ترکمنستان د ګازو په لسمه ګنګره کې ګډون وکړه (TGC 2019)

Feroz_momp
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۱۱:۶
news

د 2019 کال د می په 21، د ترکمنستان مشهور تاریخي ښار اوازه د ګازو د لسمې ګنګره کوربه و. دا په سیمه کې د ګازو د صنعت ستره غونډه وه. په دې غونډه کې د ګازو او پترولیم پراختیا او همداراز د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
دکانونو او پټرولیم وزارت په استازیتوب محترم عبدالله آصفي دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې وزیرې ارشد سلاکار او محترم عبدالرحمن مجاهد د ټاپي پروژې دهماهنګۍ حقوقي سلاکار ګډون کړئ وو. 
ښاغلي اصفي د قانوني چوکاټ، 2. د مالیې تمویل، 3. سروی 4. د ځمکې د سروی او د استملاک په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړه هغه زیاته کړه "افغانستان ته د دې پروژې د لا پراختیا لپاره اړین آسانتیاوې برابرې کړې دي. په اخیر کې ښاغلي آصفي د ښکیلو هېوادونو نه د ټاپي پروژې د ونډې په اساس د ښو سیمه ییزو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته