کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د نړیوال بانک له نمایندګانو سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۲:۱۲
صصص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د نړیوال بانک له نمایندګانو سره د افغانستان د ګازي پراختیایې پروژې (AGasProject) په اړه چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي د تیرو ناستو په څیر ناسته ترسره کړه.

په همدې ناسته کې د وزارت سرپرست‌وزیر د پروژې تدارکاتي، د کارکونکو د ظرفیت لوړونې او په تخنیکي برخو کې د افغانستان د شمال ګازي پراختیایې پروژې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، او د افغانستان په صنایع استخراجي پراختیایې سکټور کې یې د نړیوال بانک له همکاریو مننه او قدرداني وکړه.

همدارنګه د نړیوال بانک نمایندګانو د یادې پروژې په ښه شان پلي کولو د غوښتنې ترڅنګ د کان‌کېندنې د نوي پروژې په تخنیکي برخه کې د همکاریو خبر ورکړ.

دواړو خواوو په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او هم یې د یادې پروژې په ښه شان پلي کیدو په اړه هیلې څرګندې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته