کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر عنایت‌الله مومند د ملګرو ملتونو د ځانګړي نظارت ټیم سره لیدنه ترسره کړه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۳:۴۹
ghj

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د ملګرو ملتونو د ځانګړي نظارت ټيم سره لیدنه ترسره کړه؛ د دې لیدنې هدف د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د ترهګریزه ډلو ښکلتیا، په کاني سیمو کې د ترهګرو د فعالیتونو او د دې منابعو نه د ترهګریزه ډلو د تمویل په اړه خبرې اترې ترسره شوي.

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي مومند وویل: «مونږ د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د مدیریت لپاره او د ترهګریزه ډلو د مخنوي په موخه د دې سکټور د محافظت طرحه جوړه کړې؛ مونږ د کانونو د ساتنې په موخه کمیټه جوړه کړې چې یاده کمیټه د افغانستان د امنیت شورا په مشرئ او کانونو او پټرولیم وزارت په شمول د ټولو امنیتي ارګانونو سره په ګډه د افغانستان د منابع د ساتنې او محافظت لپاره کار کوي».

ښاغلي مومند زیاته کړه چې «مونږ د دې کمیټې په د جوړښت سره ۱۵ ولایتونه چې غیرې قانوني کیندنې پکې زیاتې دي مشخصه کړي. او هغه ټولې سیمې چې غیرې قانوني کیندنې پکې کیږي قانوني کړو؛ مونږ د جواز ورکولو نه مخکې ټولې هغه پروسې چې د یو قراردادي هویت او شناخت معلوم کړي ترسره کوو.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي ټيم په استازیتوب ښاغلی ویکتور شټونډا خبرې وکړې او وویل د افغانستان صنایع استخراجي سکټور نه باید د افغانستان د خلکو لپاره ګټه واخیستل شي. او مونږ به دافغانستان حکومت سره کار وکړو ترڅو د دې سکټور نه ترهګریزه ډلې ګټه پورته نکړي؛ هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې به د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د پرمختګونو او مشکلاتو په اړه ګزارش ورکړل شي.

 

#کانونواوپټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته