کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند د صنایع استخراجي سکټور د۱۳۹۸ مالي کال ګزارشونه وارزول

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۸:۵۳
www

کانونو او پټرولیم وزارت رهبرئ د صنایع استخراجي سکټور ۱۳۹۸ مالي کال ګزارشونه و ارزول؛ پدې غونډه کې د انکشافي او عادي بودجې د مصارفو د تفیکک او د عوایدو د راټولولو لپاره د عوایدو د تنظیم ریاست ګزارش وړاندې شو.

په انکشافي پروژو کې د وزارت د تعمیراتو د تجهیزاتو پروژې سربیره، دصنایع استخراجي سکټور د انکشاف، د پټرولیم د انکشاف پروژه، د شبرغان نه تر مزارې شریف پورې د (۹۴) کیلومټره پایپ لاین پروژه، د ټاپي پروژه ، دمس عینک پروژې بې ځایه شو دشهرک پروژه، د جیولوژي تفحصاتو د سروی او سازمیک پروژه، د تنظیم تطبیق او نظارت پروژه، د یتیم تاق جوزجان ولایت د دوه حلقو څاګانو پروژه او د آشپشته د ډبرو سکرو دتخینکي مطالعاتو پروژې په مصارفو او پرمختګونو بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند اړونده ریاستونو ته هدایت ورکړه چې دراتلونکې کال د انکشافي او عایداتي برخې په اړه خپل کار سر له اوسه پیل کړي ترڅو د دافغانستان د صنایع استخراجي سکټور عواید لوړ شي او انکشافي پروژې په سمه توګه تطبیق شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته