کاپیسا ولایت ته د کانونو اوپټرولیم وزارت سرپرست سفر

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۹:۴۹
123

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسر مل پلاوي د دوشنبې په ورځ د 12/4/1402 نېټې په یو رسمي سفر کاپیسا ولایت ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه سفر کې د کاپيسا ولایت له والي قاري احسان الله بریال، امنیه قومندان مولوي ضیاءالحق حامد او له مشرانو سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د یاد ولایت د کانونو په اړه یې بحث او نظرونه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایت له سیمه ایزو مسوولینو او له مشرانو سره د کاپيسا ولایت تاریخي مخینې په ځانګړې توګه د روسانو په مقابل کې د یاد ولایت د خلکو جهاد په اړه خبرې وکړې او د کاپيسا ولایت کانونو د نظارت او بررسي لپاره د والي په مشرۍ د امینه قومندانۍ استازو، استخبارتو ریاست، کرنې او مالداري، اقتصاد، اوبو او برېښنا، چاپېریال ساتنې، مستوفیت او د کانونو ریاست استازو تر منځ د کمېټې پر جوړول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې یاده کمېټه د کانونو د خپل سري او غیرقانوني کان کېندنې او قاچاق مخنیوی به وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته