محمد هارون چخانسوري: د استخراجي صنایعو په  سکتور کې د پایداره تحرک په موخه دې د خصوصي سکتور د ټولو خونو ترمنځ دې یووالی ایجاد شي

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۸:۲۵
۱۲۳


د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د افغانستان د سوداګریزو خونو د فدراسیون رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر او د یاد فدراسیون او د کانونو د ملي کمېټې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه غونډه کې د خصوصي سکتور پر وړاندې د شته خنډونو، د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اعتماد د فضاء د احیاء کولو، له فساد سره د مبارزې، له بېروکراسۍ څخه د مخنیوي او د تولیداتو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو په اړه بحث او خبرې وشوې. 

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د تحرک د ایجادولو لپاره له خصوصي سکتور سره همغږي یو لازمي اصل دی. په دغه سکتور کې د پایداره تحرک په موخه دې د خصوصي سکتور د ټولو خونو ترمنځ یووالی ایجاد شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته