محمد هارون چخانسوري: د استخراجي صنایعو سکتور په تخنیکي برخو کې د ښځو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه په پام کې لرو

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۶:۵۵
وزیر

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنې او د ښځو چارو کمېسیون په بلنه، د دغه کمیسیون رهبري پلاوي او غړو سره وکتل.

د یاد کمېسیون رئیسې ناهید فرید د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه او همکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د استخراجي صنایعو سکتور کې د ښځو د مانادارې ونډې او اغېزناک ګډون په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: په وزارت کې د ښځو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کولو ته د ژمنتیاله مخې مو په تېرو پنځو میاشتو کې د جنډر جامع طرزالعمل ترتیب کړ.

ښاغلي چخانسوري د کانونو صنعت کې د ښځو د اغېزناکې ونډې تضمین ته په اشارې وویل، د استخراجي صنایعو سکتور په تخنیکي برخو کې د ښځو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه په پام کې لرو چې پروسس او مدیریت کې هم ګډون ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته