محمد عتیق ذکي: په دیموکراتیکو نظامونو کې، اطلاعاتو ته لاسرسی د غوره حکومتدارۍ له مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۸:۲۶
dhg

اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په هکله د پوهاوي برنامه د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او د استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنر حمدالله ارباب، د یاد کمیسیون د استازو او د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکونکو په ګډون ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او د استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي وویل: په دیموکراتیکو نظامونو کې، اطلاعاتو ته لاسرسی د غوره حکومتدارۍ له مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي. اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق له تامینولو پرته، هېڅ هېواد د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې، د ځواب ویلو د اصل د پیاوړتیا او په خپل جوړښت کې د رونټیا لپاره کوټلي اقدامات نه شي ترسره کولی. له همدې امله، اطلاعاتو ته لاسرسی زموږ د هر هېوادوال حق او اطلاعاتو ته د لاسرسي تامینول، د هرې حکومتي ادارې مسئولیت دی.

محمد عتیق ذکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د تطبیق په برخه کې د وزارت د برنامو په اړه هم هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنر حمدالله ارباب، د اطلاع رسونې په برخه کې له یاد کمیسیون سره د کانونو او پټرولیم وزارت له همکارۍ مننه وکړه او دغه وزارت یې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د تطبیق په برخه کې له ځواب ویونکو ادارو څخه یاد کړ.

هغه زیاته کړه: دولتي ادارې خلکو ته د خدماتو د عرضه کولو مسئولیت په غاړه لري او مکلف دي چې خلکو ته په دې اړه ځواب ووایي.

د غونډې په لړ کې، د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ته د کمیسیون د غړو لخوا، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په اړه پریزنټیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته