محمد هارون چخانسورِي: د کوچني مقیاس کان کېندنې پروژو ته د جوازلیکونو، د نویو پروژو د اعلان او په سکتور کې د اړین خوځښت رامنځته شي

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۷:۶
fff

کانونو او پټرولیم ولیم وزارت نن ورځ چې د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د جواز د میاشتې له ۱۲ نیټې سره سمون لري د کان کېندنې کوچنۍ مقیاس ۴۳ پروژو ته جواز لیکونه ورکړل. د کوچني مقیاس د ودانیزو موادو یادې پروژې په بادغیس، بلخ، بامیان، میدان وردګ، لغمان، ننګرهار، جوزجان، ارزګان، کابل، هرات او کندهار په ولایتونو کې موقیعیت لري.

د یادو پروژو د پلي کیدو په صورت کې به ۱۵۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه مساعده شي. سربېره پردې، د یادو پروژو پانګوالو ژمنه کړي، چې پروژو د پلي کیدو په ترڅ کې به شاوخوا ۳.۱ میلیارده افغانۍ پانګوونه وکړي، چې له یادو پروژو څخه به د دولت خزانې ته ۴۵ میلیونه افغانۍ کلني عواید را ټول شي.

یاده غونډه چې نن ورځ وروسته له غرمې د کانونو او پټرولیم وزارت په تالار کې نیول شوي وه، د کانونو او پټرولیم وزیر محترم محمد هارون چخانسوري، په خپلو خبرو کې وو ویل: د کوچني مقیاس پروژو ته د جوازلیکونو په ورکړې سره به، د ودانیزو موادو په کاني سکتور کې اړین خوځښت رامنځته شي.

ښاغلي چخانسوري د وزارت د برنامو او همدارنګه د ۸۵ نويو د کوچني مقیاس او ۲۳ لویو کاني پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل. په نویو پروژو کې د نیمه قیمتي، سمنټو، مسو، سره زرو، تالک، او ودانیز موادو کانونه هم راځي چې د هېواد په مختلفو ولایتو کې شتون لري.

ورپسې سخي احمد پیمان د خصوصي سکتور د استازو په نمایندګۍ د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه په یاد سکتور کې د خوځښت راوړلو له امله د مننې ترڅنګ، د کانونو د سکتور د اهمیت او په یاد سکتور کې د پانګوالو د علاقمندۍ په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د کوچني مقیاس پروژو پانګوالو ته د کان کېندنې جوازونه وو ویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته