د MCC-MJAM قراردادي شرکت له غړو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د ویدیو کنفرانس دویمه ناسته

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۸:۲۲
الا

د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست ښاغلی شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پنجشنبې په ورځ د 30/10/1400  د جېولوجي سروې معین نور الله ستانکزی، د منرالونو د تنظیم عمومي رئیس فضل الباري او نور رئیسانو په ګډون د مس عینکو د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس ښاغلي وانګ جي چينګ  سره د دې وزارت د غونډو په عمومي تالار کې د ویډیوي کنفرانس له لارې لیدنه وکړه، په دې کتنه کې د MCC – MJAM د قراردادي شرکت د ستونزو او تهدونو په اړه پرېکړه وشوه، چې د MCC – MJAM تخنیکي ټیم به ډېر ژر کابل ته راشي او ورسره به وګوري. یاد شرکت وعده وکړه چې موږ به  د لرغونو اثارو په لېږد کې له تاسې سره همکاري وکړو.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته