د هرات ولایت شیدا د مسو کان د قراردادي شرکت له مشر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۱۴
sd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مرستيالانو او يو شمېر رئیسانو په شتون کې د هرات ولایت شیدا د مسو کان قراردادي شرکت له مشر او هيئت سره نن پنجشنبې 1402/3/25 نېټې په خپل کاري د فتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د هرات ولایت شیدا د مسوکان د کار د پیل څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
یاد کان چې په تېر حکومت کې سېلک روډ میننګ ( Silk Rood Mining)  شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی و
هغه وخت یې د ځینو ستونزو له کبله کار وځنډېده." او اوس چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت دی او د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده. موږ غواړو چې په یاد کان باندې کار پېل کړو" او په همدې موخه يې خپل نظرونه او وړانديزونه واورول. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوئ غوښتنو له اورېدو وروسته وویل:  که چېرې قرار دادي شرکت ژمن وي، موږ ورته د کانونو د قانون او طرزالعمل په مطابق کې هر ډول همکاري او اسانیتاوو ته چمتو یو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته