له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د ګازو لېږد نل لیکې پرانيسته

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۲۰:۲
۲۳

له شبرغان څخه تر مزار شریف پورې د ګازو د لېږد نل ليکې پرانيستغونډه نن شنبه 17/4/1402 نېټې تر سره شوه چې پکې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي، د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا، د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد، داقتصادي معاونیت ستر سلاکار حاجي محمد ابراهیم حکمت ګډون کړی وو.

له شبرغان څخه تر مزار شريف ښار پورې د ګازو د لېږد دغه نل ليکه د شاوخوا 94.5 کيلو متره په اوږدوالي سره د افغانستان اسلامي امارت په لګښت نښلول کېږي. چې د کود او برښنا په صنعت، ښيښې جوړولو او د  IPP غضنفر  شرکت  لخوا د برېښنا توليد لپاره کارول کېږي. او په نېږدې راتلونکي کې به د استوګنې کورونو ته وصل او و ویشل شي.

د يادونې وړ ده چې د يادې نل لیکې په غځولو 609 ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۵
Background image

د هېواد د کانې زېرمو په برخه کې ترکي پانګوال خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوتن ترکي پانګوال سره وکتل.
یاد پانګوال د کاني زېرمو په برخه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د لغمان له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر. . .

بېرته خبرونه ته