د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کونړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۵:۱۲
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له یو شمېر سپين ږیرو او مخورو سره د یکشنبې په ورځ 22/5/1402 نېټې په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو کانونو د استخراج تر څنګ په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانون د استخراج پر څرنګوالي او ګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې وکړې.
او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پيچ درې ولسوالۍ د مشرانو ستونزې واورېدې او د هغوئ د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته