پروان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۰:۱۹
d

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي د چهارشنبې په ورځ د 25/5/1402 نېټې د یو رسمي سفر په ترڅ کې د پروان  ولایت له والي، علماوو او مشرانو سره ولیدل.
په پیل کې د پروان والي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست پر ورتګ باندې خوښي څرګنده کړه. او همدارنګه یې د یاد ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او په دې برخه کې د وزارت د رهبري د توجه غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د خلکو غوښتنې، ستونزې او نظریات واورېدل او د والي په مشرۍ یې یوه ګډه کمېټه چې په پکې د امنیه قومندانۍ، استخبارت ریاست، اقتصاد، کرنه او مالداري، چاپیریال ساتنې، اوبو او برېښنا، مستوفیت، او د یاد ولایت د کانونو ریاست تر څارنې لاندې جوړه کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته