د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۲۸
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالاتو، رئیسانو او د بېلابېلو برخو استازو په ګډون اداري غونډه نن د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د غونډې په پېل کې رئیسانو خپلې ټولې ستونزې د یاد وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او له اړوندو رئیسانو سره شریکې کړې.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کار د چټکتیا په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د وزارت رئیسانو او مسولینو ته یې په سمه توګه د کارونو سرته رسولو په اړه سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته