د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MJAM او ENFI کمپنیو له رئیسانو سره ولیدل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۸:۴۳
بب

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 23/8/1402 نېټې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس خه شو پینګ او د ENFI کمپنۍ له رئیس او تخنیکي ټیم سره د تخنیکي پرمختګ او د مس عینک کان د کارپیل د چټکتیا په اړه په خپل کاري دفترکې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د MJAM کمپنۍ رئیس خه شو پینګ د کانونو او پټرولیم وزارت له ملاتړ څخه مننه وکړه او د مس عینک سیمې کې د شته ستونزو په اړه خپلې غوښتنې او نظریات شریک کړل.
 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو کمپنیو رئیسانو او تخنیکي ټیم ته د ښه راغلاست ترڅنګه وویل: مس عینک د افغانستان لپاره یوه اقتصادي او اړینه پروژه ده، د یادې پروژې عملي کار پیل سره به خلکو ته د کار زمینه د بېوزلۍ له منځه وړل او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ګټوره و بلله.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې د عملي کار پیل په اړه ټېنګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته