د آمو دریا په نفتي حوزه کې د اته حلقې نویو څاه ګانو پرانیسته

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۵:۳۳
سس

نن د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د آمو دریا نفتي حوزې د اته حلقه نویو څاه ګانو پرانیستې په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د یادو څاه ګانو پرانیستې لپاره د جوړه شوې غونډې په پیل کې شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادې پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې د نویو څاه ګانو له پرانیستې سره به کېندل شوو څاه ګانو شمېر ۱۷ رسیږي او د استخراج کچه  په ورځني ډول ۸۰۰ متره مکعب ته پورته شي
او همدارنګه په پام کې ده چې په نیږدې راتلونکي کې ۱۰ حلقې نوې څاه ګانې هم وکېندل شي چې د یادو څاه ګانو په کېندلو سره به د استخراج کچه نوره هم لوړه شي.
هغه همداراز د کاري فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې او وویل: د دغې پروژې په پیل سره به څه باندې ۵۵۰ تنو ته په مستقیم او زیات شمېر ته به په غېري مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
اقتصادي مرستیال هم د ځان بساینې په برخه کې د نفتو استخراج مثبت ګام وبللو او د سرپل ولایت اوسېدوونکو ته یې د زیاتو ټولنیزو خدمتونو پر برابرولو تاکید وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته