د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MJAM کمپنۍ له استازو سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۳۸
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د لوګر مس عینک MJAM کمپنۍ له سرپرست او مل پلاوي سره د تخنیکي همکاریو او د مس عینک کان د استخراج پیل په موخه په خپل کاري دفترکې ولیدل.
د یاد شرکت سرپرست تر ځمکې لاندې دیاد کان د کیندلو په موخه د خپله نوې طرحې په اړه معلومات وړاندې کړل، او همدا راز یې د پېښو پر وړاندې د یو ګرځند ټیم د جوړېدو خبره وکړه، په همدې موخه یې د وزارت له مشرتابه سره خپل نظریات او غوښتنې شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د مس عینک پروژه زموږ د هېواد لپاره یو مهمه او اقتصادي پروژه ده، د افغانستان خلک دیادې پروژې د عملي چارو د ژر پیل کېدو غوښتونکي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته