د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تېرې ادارې د مشرانو جرګې له یو تن سناتور سره وکتل

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۸:۵۱
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تېرې ادارې په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازى ښاغلي محمد هاشم الکوزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسني وضعیت او سرتاسري امنیت، په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو، د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: افغانستان زیات شمېرکانونه لري اوهغه فرصتونه چې موږ یې اوس لرو، کولی شو هېواد د اقتصادي پرمختګ او ودې په لور بوځو، نوموړي دغه راز د کانونو د قراردادونو د مس عینک او دویم مس عینک، د هرات د زنده جان، د کندهار د شور اندام او جبل السراج سمنټو د هېواد د نفتو او ګازو د کانونو او د دغه وزارت د نورو قراردادونو چې د پروسس چارې به یې سل په سلو کې په کور دننه ترسره کېږي خبرې وکړې.

ښاغلي الکوزی د کانونو اوپټرولیم وزارت د رهبرۍ له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه ویې ویل: په حقیقت کې اسلامي امارت نه یواځې دا چې ثبات او سرتاسري امنیت رامنځته کړی بلکې په افغانستان کې یې د کارموندنې او پانګونې پراختیا په برخه کې هم زمینه برابره کړې ده دغه راز یې د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته