د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو له معین سره وکتل

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۲۷
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو له معین مولوي عبدالله حسیني مختار او د دفاع وزارت د استخباراتو د کشف رئیس مولوي اعلی محمد معتصم سره وکتل.

دواړو لورو د سرتاسري امنیت، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې د مناسبو فرصتونو برابرولو، د غیرقانوني استخراج مخنیوی او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین د کانونو د مدیریت، د هېواد په بیا رغونه او اقتصادي پراختیا په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې.

پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لاډېرو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته