د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۸:۱۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ د (1403/6/14) نېټې د بېلابېلو  برخو رئیسانو او آمرینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کي مالي او اداري مرستیال د دندو او مسوولیتونو، د ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، د چارو د ښه والي او په کارونو کې د روڼتیا په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: ټول کارکوونکي باید په پوره مسوولیت او ښې همغږۍ سره خپلې چارې پر وخت ترسره کړي، ورپسې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

په پای کې د وړاندیزونو او نظرونو له اورېدلو وروسته د چارو د لا ښه پلي کېدو په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته