د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت له سلاکار سره ولیدل

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۲۲:۲۱
image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په ۲۸مه نېټې د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت د بهرنیو عملیاتي چارو سلاکار ښاغلي بهزاد مرمودوف، د یاد هېواد د استخراجي شرکتونو عمومي رئیس خاید بي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، یاد وزارت هڅه کوي د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره د کانونو په برخه کې د پانګونې لا زیاته زمینه برابره کړي.
ورپسې ښاغلي مرمودوف د وزارت له مشرتابه څخه د هرکلي مننه وکړه او د طوطي میدان ګازو پروژې د چارو او د میدان وردګو ولایت د خوېش اوسپنې کان په اړه یې خبرې وکړې د کانونو او پټرولیم وزارت څخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې دوی به د کانونو د سروې، اکتشاف، استخراج، او د منرالونو د پروسس په برخو کې ګډ کار او همکاري ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته