ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
news

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رئیسانو او مل پلاوي سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پخواني سفر پر مهال د شویو هوکړو په چوکاټ کې د خپلو طرحو او برنامو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: افغانستان د طبیعي او کاني سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی، د کانونو او پټرولیم وزارت له ټولو نړیوالو پانګوالو څخه چې د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ولري هرکلی کوي او د هغوی د فعالیتونو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس د وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: په افغانستان کې د شته امکاناتو، نوي وضعیت او د سراسري امنیت د ټینګښت له امله ایراني شرکتونه او پانګوال د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته لېوال دي. نوموړي همداراز د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې د انجینرانو د روزنې او د تجربو د لېږد په موخه د خصوصي شرکتونو له چمتووالي خبر ورکړ.
د غونډې په پای کې د پالیسۍ او برنامو مرستیال د کانونو د قانون او کړنلارو په چوکاټ کې د دې وزارت د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته