د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخالحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو، کاني زېرمو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.
د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د پالیسي او برنامو مرستیال هم د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ګډ کار په برخه کې ورسره د هر ډول لازمو همکاریو ژمنه وکړه.
