د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي
د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي ساختماني شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې اکتشافي چارې بشپړې او د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې اکتشافي راپور منظور شوی دی او اوس مهال یې ساختماني چارې هم په چټکتیا سره روانې دي.
د یادې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به د سمنټو دغه کارخونه په ورځني ډول د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري، چې د هېواد د سمنټو د تولید په زیاتوالي، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو او د وارداتي سمنټو د کچې په راکمولو کې به مهم رول ولوبوي.
همدارنګه، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هېوادوالو لپاره د کاري زمینې د برابرېدو ترڅنګ، د هېواد د صنعتي ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره هم زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د یتیم تاق سمنټو په پروژه کې ګڼ شمېر هېوادوال په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار بوخت دي.
