کانونو او پټرولیم وزارت د پایپ لاین ټاپي ګازي پروژې د تطبیق لپاره د ځایې خلکو له ګډون څخه ملاتړ کوي

Feroz_momp
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۲:۳۱
tapi

کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې د همغږۍ له دفتر څخه یو پلاوي کندهار ولایت ته ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې د۱۵ تر۲۰ سفر درلود. نوموړي پلاوي د خپل سفر په جریان کې د کندهار ولایت لوړرتبه چارواکو، صنعت کارانو داتحاديې، پانګه اچونکو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او د ځایې خلکو سره یې لېدنې ترسره کړې. ددې سفر په جریان کې منتخب شوي پلاوي د ټاپي ګازي پروژې د اخري تخنیکي، حقوقي، اقتصادي، اجتماعی او د ځایې خلکو د ګډون د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

همدارنګه د ټاپي پروژې د همغږۍ تخنیکي دفتر پلاوي د پانګوالو، ځایي ټولنو او د کندهار ولایت دولتی ادارو سره د غونډې په ترڅ کې د اقتصادي ودې لپاره د تاپي پروژې د مؤثریت او ګاز د ضرورتونو په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزات د محلي خلکو 
کانونو او پترولیم وزارت د ځایې خلکو سره د پرمختیایې پروژو دې اجرا پخاطر ژمن دی.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته