په لغمان ولایت کې د کانونو د غیرې قانوني کېندنې او ساختماني موادو د قاچاق د مخنیوي په پار اداري ناسته ترسره شوه.

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۵:۱۴
123

د لغمان ولایت اداري مجلس نوبتي غونډه په لومړي سرکې د کانونو ریاست د اجنډا د موضوع سره سم د دې ولایت د هغې هوکړې پربنسټ چې په کال (٢٠\٦\ ١٣٩٦) د اقتصاد عالي شورا لخوا تصویب شوي، کوم چې څلور مادې او پنځه نقلونه لري، اوږد بحث ترسره شو.

 غونډه د لغمان ولایت د والي مرستیال ښاغلي الحاج شهزاده مظلوم يار، کانونو ریاست رئیس، د بېلا بېلو سکتورونو مسؤلينو او اداري مجلس غړو په ګډون ترسره شوه. په ناسته کې د لغمان ولایت د کانونو ریاست رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې ولایت د کانونو ریاست دعوایدو د لوړوالي او په دې ولایت کې د کانونو د غیري قانوني، قچاق او له ساختماني موادو څخه د شخصي ګټې اخیستنې په اړه چمتو کړی ګزارش ولایتي ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ، او له ولایتي اداره څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو د کانونو او ساختماني موادو د غیرې قانوني کېندنو او قچاق د مخنیوي لپاره ورسره همکاري وکړي.

د يادې موضوع په اړه مرستيال والي الحاج مظلوم يار مربوطه اورګانونو مسؤلينو ته دنده وسپارله، ترڅو د غيرې قانوني کېندنو او ساختماني موادو څخه د شخصي ګټې اخيستنې د مخنيوي په پار جدي پلټنې ترسره او ګزارش یې ولايتي اداري رهبرۍ سره شريک کړي.

او همدارنګه د والي مرستیال په لغمان ولایت کې د کانونو د عوایدو په راټولیدو او لوړیدو لپاره کمیټه جوړه کړه، ترڅو ټول ریاستونه د کانونو ریاست سره خپلې قانوني او لازمي هڅې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته