ستاسو غږ اوریدل کیږي!

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
654

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ د خصوصي سکټور د استازو او د وزارت دکارکونکو ستونزو ته د رسیدلو په موخه لومړنۍ ناسته تر سره کړه.

پنجشنبی د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو او د دې وزارت اړوند خصوصي سکټور استازو وکولاۍ شوه چې خپلې ستونزې په مستقیمه توګه د وزارت د رهبرۍ سره د څېړلو په خاطر شریکې کړې.

نو له همدې کبله د خصوصي سکټور استازو او د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ته خبر ور کول کیږي چې د هر ډول قانوني ستونزو د حل په موخه، د وزارت رهبرۍ سره خپلې ستونزې د دې ناستو له لارې شریکې کړي.

وخت: هره پنجشنبه، د سهار له (۱۱:۰۰ نه تر ۱:۰۰) پورې
ادرس: کابل، د شهید عبدالحق څلور لارۍ، کانونو او پټرولیم وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته