د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال غونډې ته د ساختماني موادو لرونکو کاني سیمو د اعلان بهیر د تایید غوښتنه وکړه چې تصویب شوه.

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۴:۴۶
بب

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال غونډې ته د ساختماني موادو لرونکو کاني سیمو د اعلان بهیر د تایید غوښتنه وکړه چې تصویب شوه.
په همدې ترتیب نوموړي د کنړ-ننګرهار د مرمرو او پروان د تراورتین پروژو د مذاکراتو راپور غونډې ته وړاندې کړ او د نیچرل ډبرو داخلي شرکت سره چې د طبیعي او زینتي ډبرو د استخراج او پروسس صنعت کې فعالیت لري د مرمر ډبرو او تراورتین د اکتشاف، پروسس او ګټې اخیستنې قرارداد تړون د منظورۍ پر بنسټ د یاد وزارت غوښتنه او وړاندیز کابینې ته وکړ، ترڅو د کانونو د نوي قانون پر بنسټ چې د هرې ذکر شوې پروژې سیمه تر یو کیلو متر پراخه ده نو د معدنکارۍ سیمې په حیث دې په ستر مقیاس تعیین شي.
کابینې د اکتشافي قراداد په برخه کې د کانونو او پترولیم وزارت غوښتنه تصویب او دغه وزارت یې موظف کړ چې د ګټې اخیستنې مرحله یې د وضع شویو مشخصو معیارونو په پام کې نیولو سره تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

بېرته خبرونه ته