د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۹:۱
د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه، د سه‌شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د ترکمنستان سفیر د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د روانو چارو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې په ښه توګه روانې دي او تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومټره نللیکه غځول شوې ده. نوموړي زیاته کړه د پروژې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې بشپړې شي او د یادې پروژې په برخه کې به په ټولو شویو ژمنو عمل وشي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان له لوري د هر ډول قانوني همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۲۳:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې رئیس د ولایتونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد د طبیعي زېرمو د قانوني او معیاري استخراج د بهیر د لا ښه والي په موخه، د پروان او کونړ ولایتونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۹:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه، د سه‌شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۵:۳۷
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د اول بلاک تړون، چې ۱۰.۲۴۱۱۴ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته