د کنړ ولایت د چنچن اولی سیمې A بلاک د نفرایټ ډبرو کان دواطلبي.

د کنړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د اولې سیمې اړوند د نفریت ډبرو A بلاک کان داوطلبۍ چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، د سه شنبې په ورځ (۵/۱۱/۱۴۰۰) د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د اولې په سیمه کې د A بلاک د مکلف هیئت، رسنیو او ۹ هغه شرکتونه چې د داوطلبۍ د ارزونې شرایط یې پوره کړي وو د یو شفافې پروسې لاندې تر سره شوه، په دغه داوطلبۍ کې د لغمان کلاسیک شرکت د رویالیتي په لوړ قېمت في ټڼ ۴۷۵۰۰۰ افغانیو په قېمت ګټونکی اعلان کړ.