د قطر هیواد له سفیر سره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ليدنه

firoz_admin
Tue, Jul 26 2022 3:20 PM
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قطر هیواد له سفیر سره د دغه وزارت د معینانو په شتون کې نن 4/5/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره وکتل.
په دغه ليدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قطر سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه او ښو اړیکو یادونه وکړه او وویل: قطر هیواد په ښه او بد حالاتو او د قوي اړیکو په درلودلو سره د یو دوست هیواد او ورور په شان یې په دوامداره توګه له موږ سره همکاري کړې. چې د قطر هیواد دوامداره مرستې او همکارۍ به د  افغانستان اسلامي امارت او وګړي هيڅکله هېرې نه کړي.
همدارنګه د قطر سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د دوی د مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او وویل: د قطر دولت او خلک د اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه د کانونو له وزارت چې د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي هر ډول مرستې او همکاریو ته چمتو دي. څو وکولای شي د خلکو په مرسته او همکارۍ له بهرنیو لاسوهنو او ملاتړ پرته یو پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان ولري.
په وروستیو کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل: نن ورځ افغانستان ملي حاکمیت او ټولیز امنیت لري او دوی غواړي چې قطري شرکتونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS