له زلزله ځپلو سره د MJAM شرکت مرستې

firoz_admin
Thu, Jul 28 2022 1:17 PM
ccc

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو، د MJAM شرکت له رئیس او مل پلاوی سره د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې معین ښاغلي مولوي شرف الدین، د یاد وزارت معینانو او یو شمېر ريسانو په ګډون نن پنجشنبه د 6/5/1401 نېټې د وزارت په مقام کې ورسره وکتل.

نومړې برنامه د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پېل شوه، وروسته بیا د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د چین هیواد سفیر، د MJAM  شرکت رئیس، د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې معین او ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، په لومړیو کې د افغانستان او چین تر منځ د دوستانه او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا زموږ لپاره مهمه ده او بیا یې د چین هیواد او د MJAM شرکت له مرستو د مننې کولو تر څنګ یې وویل مخکې هم یاد شرکت د 60 زره امریکايي ډالرو په ارزښت چې په کې وریجې، غوړي او اوړه شامل وو د زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره مرسته کړې وه. او همدارنګه ښاغلي شېخ صاحب وویل : ډېر فرصتونه شته چې افغانستان د چين د دولت او خصوصي سکټور د همکارۍ د جلبولو لپاره لېوالتيا لري. هغه د لوګر د مسو عینک پروژې او د امو سیند پروژې ته اشاره وکړه او باید چې شته فرصتونو ته په پام سره به دوه اړخیزې همکارۍ په یادو پروژو او ورته نورو پروژو پورې محدودې نه شي.

سرپرست وزیر وویل، افغانستان بې شمېره کانونه لري او د خصوصي سکټور د پانګونې د جلبولو لپاره ښه فرصتونه شته او چین په دې برخه کې اساسي رول لوبولی شي.

ورپسې په کابل کې د چين سفير ښاغلي وانګ يو د کانونو او پټروليم وزارت له رهبرۍ څخه د مننې کولو تر څنګ وويل: د زلزلې په رامنځته کېدو سره د چين حکومت او د دغه هېواد خلک ډېر متاثره شوي او د بشري مرستو د برابرولو پرېکړه يې وکړه. چې د MJAM شرکت لخوا د 60 زره امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي توکي چمتو شوي وو. او یادونه یې وکړه چې چین به د دوست او ګاونډي په توګه تل د افغانستان له خلکو سره وي.

بیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې معین مولوي شرف الدین د چین هېواد له مرستو مننه وکړه او وویل: چین تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له دغه هېواد سره یې د پوهنې او نورو برخو کې د مرستې غوښتنه کړې ده. د مرستو د ویش په اړه چې د ملي او نړیوالو سوداګرو او نورو هیوادونو په استازیتوب، دوی د انوزارت لخوا ټاکل شوي کمیټې او ټیم له لارې معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د MJAM شرکت رئیس له زیانمنو شویو خلکو سره د تېرو مرستو په اړه خبرې وکړې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې معین مولوي شرف الدین ته یې د 140 زره امریکایي ډالرو چک وړاندې کړ.

د غونډې په پای کې د سرپرست وزیر صاحب لخوا د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

Latest news

Sat, Apr 18 2026 2:48 PM
Background image

Major Progress in TAPI  Construction Activities

Notable progress has been made in the construction works of the TAPI gas pipeline project. In recent months, the implementation of this major economic project has accelerated, and. . .

Sun, Apr 12 2026 10:28 PM
Background image

Senior Advisor of the Ministry Meets the CEO of TNG Company

Mr.Ahmad Jan, Senior Advisor of the Ministry, in the presence of Mr. Mohammad Israel, General Director of Petroleum, and members of the technical committee, met on Sunday, 4/12/2026,. . .

Sat, Apr 04 2026 9:07 PM
Background image

Officials of the Ministry of Mines and Petroleum Departs for Uzbekistan to Attend a Training Program

By the innovation and coordination of Directorate of the Mining Institute, an official team comprising 18 technical and professional staff members of the Ministry of Mines and Petroleum. . .

BACK TO NEWS