د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قطر هیواد د سولر او انرژۍ ادارې له رئیس سره وکتل

firoz_admin
Wed, Sep 28 2022 2:53 PM
قطر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قطر هیواد د سولر او انرژي ادارې رئیس سره نن چهارشنبه ۶/۷/۱۴۰۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قطر هیواد د سولر او انرژی ادارې رئیس ښاغلی سلیم عباسي ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه هېواد له دوستۍ او مرستو مننه وکړه او ویې ویل: قطر له لسیزو راهیسې له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري او باید دا اړیکې لا پياوړې او تل پاتې شي.
د قطر د سولر او انرژۍ ادارې رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د قطر هېواد د پانګوالو لپاره دې د کانونو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي څو هغه پانګوال چې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي پانګونه وکړي. چې له دې سره به عاید زیات او د هیواد اقتصادي کچه لوړه او بېوزلي به ختمه شي. 
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجیکي سروې له موزیم څخه لیدنه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS