کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه تر سره شوه

د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه د سرپرست وزير شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ د مرستيالانو او رئيسانو په ګډون تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د ياد وزارت اړوند د اداري او تخينکي پر يو شمېر مهمو موضوعاتو باندې بحث او نظرونه شريک کړل.
د غونډې په جريان کې یو شمېر رئیسانو د وزارت له مشرتابه سره د وزارت د فعالیتونو په ځانګړي توګه د خپلو چارو چارو د پرمخ بیولو او کارونو د تطبیق په برخه کې د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه لازم معلومات شریک کړل.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د رئيسانو له معلوماتو او نظرونو له اورېدلو وروسته د چارو د چټکتيا لپاره لازمې لارښوونې وکړې او لازم تصمينونه يې ونيول.