د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
Tue, Jan 02 2024 8:46 AM
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه، چې پکې مرستیالانو او د بېلابېلو برخو رئیسانو او امرینو ګډون کړی و، د کارونو د چټکتیا او ا نسجام په موخه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې په پیل کې د مسئولینو د کارونو او وظیفوي مکلفیتونو په ښه ترسره کېدو ټینګار وکړ ویې ویل: ټول مسئولین باید په همغږۍ، سمه توګه او شفافیت سره خپلې چارې مخته یوسي.
د غونډې په دوام د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د کوچنیو کانونو، لويو کانونو، د ډبرو سکرو، نفت او ګازو قراردادونو او همداررنګه د ساحوي ټیمونو د حساباتو پر تصفیې، د خلکو د پوهاوي په موخه د کانونو د معلوماتي بستې برابرول او د پانګوالو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې د ګډونوالو ستونزې، غوښتنې، واورېدې د شته ستونزو د هواري په موخه یې لازمې لارښونې وکړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS