د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئیس سره و کتل 

firoz_admin
Mon, Jan 08 2024 2:35 PM
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس د بلخاب کان د ډبرو سکرو د استخراج، انتقال، امکاناتو او کارونو په اړه  د معلوماتو له وړاندې کولو څخه وروسته یې د وزارت له مشر تابه سره خپل نظریات او غوښتنې شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه د نظریاتو او غوښتنو له اورېدو څخه وروسته یې، د شمال د ډبرو سکرو د رویالیټي د پورونو او ځمکې د کرایې په ورکولو باندې ټینګار وکړ.
په پای کې د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس ډاډ ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو د ورکړې او د عوایدو لوړولو په برخه کې به همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS