د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار کاني زېرمو څخه د څارنې په موخه یاد ولایت ته په سفر تللی

sp_admin
Wed, Aug 07 2024 9:02 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوي، د کندهار د کانونو رئیس مولوي عبدالحنان(حامد) په ملتیا د 16/5/1403 نېټې د کندهار ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د کانونو د څارنې او ارزونې په موخه روان شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست به په یاد سفر کې د نیش ولسوالۍ د فلورایټو، د شاولیکوټ ولسوالۍ د دره نور د مرمرو، سرب او جستو، د خاکریز ولسوالۍ د بي بي ګوهر کانونو څخه لیدنه وکړي، دغه راز به دیاد سفر په ترڅ کې د کانونو داستخراج  پر څرنګوالی سربېره د کیندنې په برخه کې روڼتیا او د کانونو قراردادي شرکتونو استازو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS