د چين هېواد د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس کې د کانونو او پټروليم وزارت پلاوي ګډون

sp_admin
Sat, Nov 02 2024 3:18 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه پلاوي چې د چین هونان ولایت د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس کې یې د رسمي بلنې پر بنسټ ګډون کړی و، د افغان هب اکسیم شرکت مشر چې د دغه پروګرام همغږي کوونکی و، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کنفرانس موخه یې له ګډون کوونکو سره په لاندې ډول شریکه کړه.

په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول

د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګوالو هڅول

وروسته د هغه هېواد پانګوالو هر یو خپل شرکتونه معرفي کړل او د سرو زرو، مسو، مایکا (ابرک)، تالک، تېلو او ګازو، لیتیم، سرب او جستو، سروې، اکتشاف، ډیزاین او د لابراتوارونو جوړولو په څانګو کې یو شمېر شرکتونو خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې د کانونو د قرارداد د طرزالعمل د معلوماتو غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان د طبیعي زېرمو د تړونونو د طرزالعمل او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن وبلل او له پانګوالو یې غوښتنه وکړه چې دافغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

دغه راز یو شمېر افغان پانګوالو چې په دې کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه له چینايي پانګوالو څخه د سروې، اکتشاف او کانونو په برخه کې د عصري ماشینونو د لېږد غوښتنه وکړه.

ياد شوي پلاوي په پای کې له يو شمېر پوهنتونونو، انستيتوتونو او د ابرک له دوو لويو کارخونو ليدنه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS