د کندهار ولایت د مرمر ډبرو تړون د ۶.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

kamran_admin
Tue, Feb 11 2025 2:31 PM
عقد قرارداد معدن مرمر ولایت کندهار با ارزش 6.2 میلون دالر امریکایی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو کان تړون د ترکیې هېواد د امي اوغلو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت له مرستیال موسی امي اوغلو سره د ۶.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۳ کیلو مټره مربع په مساحت سره د ۳۰ کلونو لپاره د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي یوشمېر رئیسانو  او رسنیو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک کړ.
Image 1یاده غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایا تونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د وزارت سرپرست ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ دیاد کان د تړون په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: خوښ یم چې نن د یوسترې پروژې چې د کندهار ولایت په دره نور سیمې کې موقعیت لري تړون یې له ترکي شرکت (امي اوغلو) سره لاسلیک کوو. د دې تړون په لاسلیک سره به د هېواد سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به د سیمې خلکو ته د طبي او تعلیمي برخو سربېره نور ګڼ شمېر ټولنیز خدمات وړاندې شي.
د امي اوغلو شرکت مرستیال هم د دې پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه، زیاته یې کړه: د استخراج او پروسس وروسته به موږ د افغانستان مرمر نړۍ ته معرفي کړو، چې دا د دواړو هېوادونو خلکو او حکومتونو په ګټه ده.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS