د پلان او پالیسۍ مرستیال د ازبکستان هېواد له پلاوي سره وکتل

kamran2_admin
Wed, Feb 26 2025 3:45 PM
deputy minister

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او یو شمېر رئیسانو د ازبکستان هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر او مل پلاوي سره د سه شنبې په ورځ ۱۴۰۳/۱۲/۸ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
د پلان او پالیسي مرستیال د ازبکستان هېواد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: د افغانستان او ازبکستان اړیکې د ګډو مشترکو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي، د اسلامې امارت په راتګ سره ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده، دا چې افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی د کانونو او پټرولیم وزارت تل هڅه کړې چې ترڅو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي.

Image 1 Image 2

ازبکستاني پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې مننه وکړه دغه راز یې د خپلو (۱۰۰۰۰) شرکتونو درلودو خبره وکړه او د افغانستان د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، مرمر، ګچ، ډبرو سکاره او په سمنګان ولایت کې د سمنټو د کارخونې د جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د دوی د لېوالتیا هر کلی وکړ د کانونو د قانون او کړنلارې مطابق یې ورسره د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

 

 

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS